عمران خان نواز شريف ته تسليت وړاندې کړی 

روهي (يوه نۍ/۲ د لېندنۍ)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف مور بېګم شميم نن د ۹۰ کالونو په عمره ومړه. که څه هم نوموړې له اوږدو سفرونو منع شوې وه، خو د خپل زوی نواز شريف لېدو په پار لندن ته تللې وه. 

د پاکستان لومړي وزير عمران خان د نوموړې پر مړينې خواشيني ښوودلې او د نواز شريف کورنۍ ته يې تسليت وړاندې کړی دی. 

د يادونې ده چې نواز شريف پاکستان کې د فساد او خيانت په تور محکمه شوی چې اوس مهال لندن ته د درملنې لپاره تللی دی. څه وخت وړاندې لومړي وزير عمران خان ويلي وو، چې که چېرې نواز شريف په خپله پاکستان ته راستون نه شي، نو دی به ورپسې لندن ته ورشي.