وايي ۶۷ مېلېونه کالونه پرې تېر شوي دي؛ امريکا کې د دوه ډېناسورو پاتې شونې موندل شوي دي 

روهي (يوه نۍ/۲ د لېندۍ)، د امريکا متحدو ايالتو په شمالي کارولینا آیالات کې د دوه دېناسورو پاتې او هډوکي موندل شوي او د ياد ايالات په موزيم کې نندارې ته وړاندې شوي دي. 

متحدو ايالتو کې يوې ادارې ويلي دي چې دغه دوه ډېناسوران له نن ۶۷ مېلېونه  کاله وړاندې سوځېدلي وو چې اوس يې هم د وجود ځيني برخې سالمې پاتې دي. 

د دغه دوه ډېناسورانو پاتې شونې مېلېونه ډالر بيه لري او د اوس لپاره د شمالي کارولینا آیالات د ساينس په موزيم کې اېښودل شوي دي.