روهي (يوه نۍ/۲ د لېندۍ)، د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د هندوستان په اړه ادعا کړې ده چې ياد هېواد د چين او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د منفي اغېزمن کېدو په پار له ترهګريزو کړنو ګټه اخلي.
قريشي ويلي دي چې هندوستان په دې هڅه کې دی چې د چين او پاکستان ترمنځ سوداګريز کرويدر زيانمن کړي خو په ورته وخت نوموړي دا خبرداری هم ورکړی دی چې هندوستان به دغه موخې ته ونه رسيږي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې د چين او پاکستان ترمنځ د سوداګريز کرويدر ګټې نه يوازې د چين او پاکستان اړوند دي، بلکې د سيمې په کچه دي خو دا چې هندوستان يې د منفي اغېزمن کېدو هڅه کوي، چين او پاکستان د هندوستان دغه پلان ته متوجې دي.
نوموړي په دې برخه کې د هندوستان د لاس وهنو په اړه ويلي دي چې مونږ به په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانانو کې د هندوستان پر وړاندې شکايتونه ثبت کړو.
وروستي