پخواني ولسمشر  پر کابل ښار ننني راکټي بريدونه پر سختو ټکو وغندل 

روهي (نۍ/۱ د لېندۍ)، پخواني افغان ولسمشر حامدکرزي پر کابل ښار ننني بريدونه پر سختو ټکو غندلي دي. پخواني ولسمشر د پېښې په اړه اندېښه ښوودلې او غېر انساني عمل يې بللی دی. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي د بريد د غندلو ترڅنګ ويلي دي چې داسې کړنې د هېواد د دښمنانو کار دی او د سولې هڅې پرې سستوي. 

له پخواني ولسمشر وراېخوا د هېواد نورو سياسي مشرانو هم پر ننني بريد خواشيني ښوودلې او قربانيانو ته يې تسليت وړاندې کړی دی. 
 
نن سهار پر کابل ښار ۲۳ توغندي توغېدلي چې ۸ کسان يې وژلي او تر ۳۰ نور په کې ټپيان شوي دي.