د ۷ اقتصادي زونونو او بندرونو ماسټر پلان ترتیب شو

روهي ( پنځه نۍ / ۲۹ د لړم)، له ساساکي شرکت سره د هیواد د اووه خشکه بندرونو او اقتصادي زونونو د ماستر پلان د ترتیب تړون لاسلیک شو.
 
دغه مراسم چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې نیول شوي وو، د هیواد د اووه خشکه بندرونو او اقتصادي زونونو د ماستر پلان د ترتیب تړون د مالیې، ښارجوړونې او ځمکو وزارتونو د نوماند وزیرانو او ساساکي شرکت تر منځ لاسلیک شوه.
 
د هیواد د اووه خشکه بندرونو او اقتصادي زونونو د ماستر پلان د ترتیب تر څنګ د افعانستان د پنځو ښارونو مزار شریف، کندهار، هرات، کندهار، جلال اباد او خوست لپاره ستراتیژیک پلانونه هم د ساساکي شرکت لخوا تنظیم شوي دي.
 
ولسمشر غني دغو مراسمو ته وینا کې وویل، د دغه ماسټر پلان په تطبیق سره به د عایداتو سیستم د وړاندوینې وړ وګرځي او افغانان د اسیا په څلورلارې بدلیدو ته هم ورسره نږدې کېږي.
 
ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړه چې بندرونه د حکومت د عوایدو اصلي سرچینې دي او د بندرونو تر څنګ پر ګمرکي تاسیساتو پانګونه د خلکو او خصوصي سکټور د رضایت سبب ګرځي.
 
د یادونې ده چې د هیواد په اقتصادي زونونو کې د تورخم، غلام خان، سپین بولدک، اسلام کلا، تورغونډۍ او زرنج بندرونه شامل دي.