روهي ( دوه نۍ / ۲۶ د لړم)، د ننګرهار ولايت کرنې رياست مسولین وایي چې د یاد ولایت اړوند ۶۷ جريبه ځمکې کې د خرما باغونو سږکال ۱۵۰ مټريک ټنه حاصل ورکړی.
د معلوماتو له مخې د دې ولايت مرکز جلال اباد ښار بهسودو، کامې، ګوشتې، سره رود، کوز کونړ او يو شمېر نورو ولسواليو کې د خرما باغونه شتون لري.
د بهسودو ولسوالۍ فارم هډې سيمه کې د سعودي عربستان له لوري د خرما مرسته شویو لس زره نيالګيو چې پنځه کاله وړاندې کينول شوي هم سږکال حاصل ورکړی.
په دې ولايت کې د خرماو سيزن کې يو کيلوخرما په سل افغانۍ پلورل کيږي، چې بزګران يې له ګټې خوښ دي.
ننګرهار يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د خرما ونو په کې ښه وده او حاصل ورکړی، د خرما ونې په ګرم، معتدل، وچ ځای او هغو سيمو کې توافق کوي، چې کمې اوبه لري.
وروستي