د بهرنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان ادعا ته ځواب

روهي ( یوه نۍ / ۲۵ د لړم)، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا رد کړه،چې ګنې ترهګرې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي،افغانستان د ترهګرۍ قرباني هیواد دی، د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی او هیڅکله هم اجازه نه ورکوی، چې د افغانستان په خاوره کې ترهګریز فعالیتونه ترسره شی او افغان خاوره د نورو پرضد وکارول شي. 

بهرنیو چارو وزارت وایي، په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان روانه اونۍ افغانستان ته راځي،نو تمه ده چې اسلام اباد دغه راز مسایل د موجود میکانیزم او له ډیپلوماتیکو لارو له افغان حکومت سره شریک کړي.  

یاد وزارت د پاکستاني پوځي چارواکو هغه ادعا چې ګني د ننګرهار ولایت یو قومي مشر (فریدون خان) مهمند دې د پېښور د کرنې پر پوهنتون برید کې لاس ولري بې اساسه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تازه پاکستاني چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي،چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاریږي.)