
روهي ( نۍ / ۲۴ د لړم)، عمران خان د نومبر په ۱۹مه د یوې ورځې لپاره کابل ته راځي څو د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول او مهمو دوه اړخیزو اړیکو باندې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې ترسره کړي.
دا خبره د پاکستان د حکومت باوري سرچینو په اسلام اباد کې د ازادي راډیو خبریال ته کړې ده.
د پاکستان یو شمېر رسنیو هم د عمران خان د سفر په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
دا به لومړی وار وي چې صدراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته عمران خان افغانستان ته سفر وکړي.
افغان سیاسی شنونکي بیا وایي چې د پاکستان حکومت پر افغان سوله اغیز لري خو باوري نه دي لکه څه ډول چې اړتیا ده د پاکستان حکومت د سولې،دوه اړخیزې همکارۍ،سوداګرۍ او نورو برخو کې د کړل شویو وعدو او توافقنامو عمل ترسره کړي وي چې ډیرۍ وخت د افغان حکومت باور ورباندې په زیان تمام شوی دی.