لس ځلې نېول شوی او لس ځلې خوشی شوی؛ ويس شوربازار چې په ويس ګنده يا چټل مشهور دی څه وايي؟ 

روهي (درې نۍ/۲۰ د لړم)، څو ورځې وړاندې ويلي شوي وو، چې  د کابل ښار لومړۍ ناحيې اړوند شوربازار سيمې يو مشهور مجرم ويس چې د شور بازار په رئيس او ويس ګنده شهرت لري د پوليسو له خوا نېول شوی دی. 

پر ټولنیزو رسنيو د ويس ګنده هغه وېډيوګانې شتون لري چې نوموړي د څو - څو ځلې نېول کېدو پر مهال په کې اعتراف کړی دی.، د وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او وژنو يې ويلي دي.  دغه کس وايي چې له لسو زيات ځلې نېول شوی، د څرخي پُل زندان يې هم تېر کړی خو بيا بېرته ازاد شوی دی. 

دغه کس په داسې حال چې سېګرټ څکوي يوه تازه وېډيو خپاره کړې ده او ويلي دي چې له نېول کېدو وروسته بېرته خوشی شوی او نېول کېدل يې په سوی تفاهم او تېروتنې سره شوي دي. دی وايي چې کوم جرم نه لري او بې ګناه دی. 

ويس شوربازار په ثبت شوې ويډيو کې ويلي دي چې د حکومت وهل او سزا د  پلار او مور  د وهلو او سزا په ډول وي چې درد نه لري. دغه کس وايي چې د ځينو کسانو په دسېسې حکومت ونېولو خو دی بې ګناه دی. 

پر ټولنيزو رسنيو ځينو کسانو د ويس شور بازار بيا خوشي کېدو ته غبرګونونه ښوودلي دي او د ولسمشر له لومړي مرستيال يې غوښتي دي چې که چېرې د محکمې له پرېکړې پرته يو مجرم بې ګناه ثابتيږي او خوشی کيږي، نو د جنايي جرمونو د کموالي او مهار برخه کې د دوی  شته هيلې به ناهيلې شي.