د حزب اسلامي يو قومندان هم په کې وژل شوی؛ وردګ ميدان کې د يو خصوصي پوهنتون سره نېږدې چاودنې تلفات اړولي 

روهي (درې نۍ/۲۰ د لړم)، له وردګ ميدان ولايت راپورونه وايي چې تېره ورځ ماذديګر دغه ولايت کې د يو خصوصي پوهنتون له ديوال سره نېږدې چاودنه شوې چې تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

طلوع نيوز د وردګ ميدان ولايت د ولايتي شورا د يو غړي شریف‌الله هوتک، د مالوماتو پر بنسټ لېکلي دي چې پېښه کې درې کسان وژل شوي دي، چې د بلال په نوم د حزب اسلامي يو قومندان هم په کې شامل دی.  

دغه پېښه کې پنځه کسان ټپيان شوي هم دي. تر اوسه کومې دولت مخالفې وسله والې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی.