روهي (دوه نۍ/۱۹ د لړم)، د Pfizer and BioNTech په نوم کمپنۍ د کرونا ويروس ضد لومړنی واکسين جوړ کړ چې پايلې يې مثبتې ښوودل شوې دي. دغه واکسين تر ۵۰ زر کسانو ازمويل شوی دی.
دغه واکسين دوه ځلې يو کس ته ورکول کيږي، چې يوه اوونۍ يې بايد په منځ کې واټن وي. د Pfizer and BioNTech جوړ شوی واکسين د نړۍ په شپږو هېوادونو کې ۴۳۵۰۰ کسانو پلی شوی دی.
له دغه واکسين ور اېخوا د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم د واکسين ۱۲ ډولونه تر کار لاندې دي خو تر اوسه يې پايلې نه دي شريک شوي. دا واکسین د امریکا په متحده ایالتونو، جرمني، برازیل، ارجنټاین، جنوبي افریقا او ترکیه کې آزمویل شوی.
د بي بي سي د خبر اړوند د Pfizer شرکت په دې باور دی چې وبه کړی شي ۵۰ میلیون ډوزه د دې کال تر پایه وړاندې کړي او د ۲۰۲۱ کال تر پایه یو اعشاریه درې میلیارده به جوړ کړي.
وروستي