مريم نواز: عمران خان او ګوند يې داسې دي لکه کرونا ويروس 

روهي (دوه نۍ/۲۰ د لړم)، د پاکستان د پخواني لومړي وزير لور مريم نواز په يوې ناسته  کې ويلي دي چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان او د هغې ګوند (تحريک انصاف) د کرونا ويروس په څېر دي. 

نوموړې ويلي، "د کرونا په نوم ويروس په ۲۰۱۹ز کال کې په نړۍ کې خپور شو، خو په پاکستان کې دغه ويروس په ۲۰۱۸ز کال کې شتون درلود." نوموړې دغه څرګندونې په يوې ناسته کې کړې دي. 

مريم نواز ويلي دي چې د عمران خان او تحريک انصاف ګوند ويروس د ماسک په اغوستلو هم له منځه نه ځي او هر څومره چې دغه ويروسونه لېرې وغورځول شي، بيا هم انسان پوري نښلي. 

نوموړې ويلي دي چې عمران خان د پاکستان د لومړي وزارت د څوکۍ لپاره وړ نه دی او د پاکستان اقتصاد يې منفي اغېزمن کړی دی.