د مالیې وزارت وایي چې په تیرو دوو اونیو کې ۷ میلیارده عواید راټول شوي

روهی( دوه نۍ/ ۱۹ د لړم)،  د مالیې وزارت مسولین وایي چې د ۱۳۹۹ مالي کال د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې نه تر ۱۵ مې نېټې پورې ۷ میلیارده ۱۷۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

 له دې جملې ۳۹۴ میلیونه له مستوفیتونو، ۱ میلیارده ۱۸۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارده ۷۵۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۸۳۱ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.

 د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۴۲ میلیارده ۶۸۵ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.