روهي (دوه نۍ/۲۰ د لړم)، د امريکا متحدو ايالتو د ۲۰۲۰ ټاکنو کې د ديموکرات ګوند نوماند جوبايډن بريا تر لاسه او ټرمپ ته يې ماته ورکړه. د نړۍ د هېوادونو مشرانو جوبايډن ته مبارکيانې ويلي دي.
اوسني ولسمشر ټرمپ په رسمي ډول د رايو پايلو د نه منلو په اړه څه نه دي ويلي، خو په ټوېټر د رايو د درغليو او فساد وايي. ټرمپ په ټوېټر لېکلي دي چې دوی پاکې رايې ګټلې خو نورو په کې درغلۍ کړې دي.
ډونالډ ټرمپ بريالي ولسمشر جوبايډن ته مبارکي نه ده ورکړې او ټاکنيزه ډله يې وايي چې لا وخت شته ترڅو د رايو د اعلان شوې پايلو په اړه پلټنې تر سره شي.
جوبايډن ويلي دي، چې که چېرې کرونا يې پر وړاندې خنډ نه شي نو دوی به، د اقليم د بدلون، د امريکا اقتصادي وضعيت او امريکا کې د توکم پلنې ضد چارې ګړڼدۍ او او په لومړيتوب کې واخلي.
وروستي