په تېرو دوه اوونیو کې ۷ میلیارده ۱۷۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي

روهي (دوه نۍ/۲۰ د لړم)، د ملي وزارت د شمېرو پر بنسټ د ۱۳۹۹ مالي کال د لړم میاشتې له لومړۍ نېټې نه تر ۱۵ مې نېټې پورې ۷ میلیارده ۱۷۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي. چې له دې جملې ۳۹۴ میلیونه له مستوفیتونو، ۱ میلیارده ۱۸۶ میلیونه له مالیاتي عوایدو، ۱ میلیارده ۷۵۷ میلیونه له غیر مالیاتي عوایدو او ۳ میلیارده ۸۳۱ میلیونه له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي. د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۴۲ میلیارده ۶۸۵ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

روهي ته د ماليې وزارت له خوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې همداشان د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل نه د لړم میاشتې تر ۱۷ مې نېټې پورې ۱۰۰ میلیارده  افغانۍ (۵۷.۶٪) پراختیایې بودیجه او ۲۲۱ میلیارده ۷۳۱ میلیونه افغانۍ (۷۳٪) عادي بودیجه لګول شوی ده چې په ټوله کې د ملي بودیجې ۳۲۱ میلیارده ۷۳۱ میلیونه افغانۍ (۶۷٪) جوړوي.