روهي (دوه نۍ/۲۰ د لړم)، د کابل امنيتي چارو په اړه د پر له پسې ناستو په اړ کې، ۲۱ ناسته کې د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر کابل پوهنتون او يما سياوش د شوي بريدونو په اړه تازه مالومات شريک کړي دي.
صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې بر کابل پوهنتون د بريد په وروستيو شيبو کې، هغه وخت چې امنيتي ځواکونه بريدګرو ته نېږدې شوي، بريدګرو د لاسي بمونو په وسيله ځانونه وژلي دي.
صالح لېکلي چې بريدګرو دا کار په دې پار کړی دی ترڅو د ګوتو نښې يې پاتې او مالومې نه شي. نوموړي دا هم ويلي دي چې په لاسي بمونو د بريدګرو له خوا د ځانونو وژل دا ښوودنه کوي چې دوی مخکې هم نېول شوي دي؛ بايومټريک شوي او د لاسونو نښې يې ثبت شوې وې.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې بريدګرو ته لارښوونه شوې وه، چې د بريد په وروستيو کې ځانونه انفجار کړي، ترڅو د شوي بايومټريک نښې يې پاتې نه شي.
په دې ۲۱مه امنيتي ناسته کې د افغانستان بانک پر کارمندانو چې د يما سياوش په نوم يو خبريال هم په کې ووژل شو، لېکل شوي دي، چې د دوی د موټر له ټانکۍ سره نېږدې دوه کيلو (RDX) چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو.
د ولسمشر لومړي مرستيال لېکلي دي چې همدا ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل ښار کې دوه پېښې نورې شوي، چې يوه يې د څرخي پُل په سيمه کې د کورنيو چارو وزارت د پېژنتون د يو کارمند ترور او اتمه امنيتي حوزه کې د يو ميرمنې جسد د سړک پر سر موندل شوی دی.
وروستي