د هوا په نيلي سپور او د خيالونو په ټال کې



شکيدلئ پامير!
د هيلو او اميدونو په نيلي سپور شوم. د پامير هسکې څوکې ته وختم. د پامير له څوکې څخه مې په هيواد کې د پرتو پرګنو له تنوع، په هر کور کې د پخو خوړو له زړه راښکونکو وږمو، د مېشتو ولسونو له سپينو ګلابي او غنمرنګو مخونو ، د خلکو په خبرو کې د مختلفو لهجو او د مختلفو قومونو د لباس د مختلفو رنګونو له ښکلي امتزاج څخه خوند واخیست،  خو د خپلو هغو ولسونو تشو دسترخوانونو په ليدلو وژړيدم چې يوه مشر شپږ کال وړاندې پکې د بدلون راوړلو ژمنه کړي وه.
 
په پامير کې وګرزيدم. د پامير لمن څيرې وه.  واى يو ځلي ليوانو او بیا سپيو  په وينو ولړلم. و مې رغاوه، ځمکه مې زرغونه کړه، هوا مې رنګينه کړه، فضا مې يې ګلورينه کړه، د هيواد ځوانان مې نڅا ته را وپارول، خو ځوانان ستړي وه، ستومانه وه، په خوله کې يې د خندا نښې نه وې. له هديرې راغلي وه. په جګړه کې د خپلو وژل شويو همزولو تابوتونه يې هديرې ته وړي وه، قبرونه يې ورته کينلي وه او ډيرې خاورې يې په خپلو ملګرو اړولې وې.
 
مروره ليلا!
د ليلا دښتې ته راغلم. ليلا ناروغه وه، ليلا زخمي زخمي او ماتمي وه، زګرويده او ژړيده. په مرميو سوري شوي او لاس تړلي وژل شوي زرګونه بچيان يې په سينه کې پراته وه.  د چيغو ژړاګانو، فريادونو ځوږ وه، وږمې غږيدې او ترنم اوريدل کيده، خو خبرې مې يې نشواى سره بيلولاى. ليلا د کابل د بچيانو په وينو تويېدو خفه وه او په سلګو سلګو يې راته وويل، د جګړو له ناخوالو څخه د زده کړو لپاره يوازې زما په سينه باندې پراته زما د بچيانو هډوکو بسنه نه کوله چې کابل هم په وينو سور شو؟ د خبرو تاب او د پوښتنو ځواب مې نه درلوده. بيا مې حوصله لوړه کړه، زړه مې غټ کړ او همت مې وکاراوه. د ليلا د مخ اوښکې مې پاکې کړې. د خپلو بچيانو په وينو لړلې خاورې مې د ليلا له مخ څخه لرې کړې. ليلا مې سينګار کړه. په ښايسته سينه باندې مې يې ترسره شوې د انساني وحشت نښې پريمينځلې، ليلا مسکئ شوه، په خپله سينه باندې يې د غاټول ګلان ولګول، له ول ول زلفو څخه يې د وحشي ځناورو د بربريت داغونه او چټلي پاکه کړه او د سمبل ګلان يې پکې وټومبل. د خوښئ سپيڅلې انساني احساساتي اوښکې مې له سترګو وڅڅېدې، لاس مې ورته پورته کړل او په بل لوري والوتم.
 
 
د کيږدئ ورک ټيمبک !
د کوچيانو کيږدئ  خپل تور رنګ نه درلوده. د زړو خيمو له ټوټو جوړه شوې خيمې ته ورننوتم خو هغوى ورته کيږدئ ويل. د کيږديو پيڅولونه د وزو له اوزغنو جوړ نه وه ، ټيمبک او کمچې يې نه درلودې . يو سپين ږيرئ کوچى را ته په خبرو کې وويل؛
 
"دلته يو وخت وه، چې شپونکي به خپله کوچئ په اوږه کړه او شپيلئ به يې واخيسته. په تور شپه کې به يې د تورغر لمنې ته خپله رمه بوتله. غل نه وه، غدوى نه وه، بم نه وه، بمبارد نه وه، انفجار نه وه، انتحار نه وه. شپونکي به د سپوږمئ د سپين مخ په ننداره شو، چې کله به يې خپل مخ په وورو کې پټ او کله به يې خپل حسن نندارې ته وړاندې کړ. شپونکي به په واښه ايلبند کې د خپلو ميږو د شخوند له ځوږ څخه خوند اخيست او د ميږو د مخکښ په غاړه کې د شرنګيدونکي ګونګړي شرنګهار ورته د خپل سر او مال د خونديتوب زيرئ ورکاوه، خو شپونکى نه پوهيده چې نا امني څه وي او ګواښ څه وي. شپونکي سر او مال ته ګواښ کله حس کړئ نه وه. هغه ټول ژوند په خوندي چاپيريال کې را لوى شوئ وه. هغه يوازې ليوه د خپل مال دښمن باله چې د همدغه ګواښ په وړاندې د مبارزې لپاره يې خپل سپى ساتلئ وه، خو اوس مو هر څه له لاسه ورکړل."
 
 
 
سپيره سپين غر!
د سپين غر ننداره مې هم وکړه. څو ځله د خپلو او پرديو له لاسه د اور په لمبو سوځېدلئ وه. په سينه او لمن يې نښتر زڼغوزي او لمنځه څو ځله د اور د لمبو خوراک شوې وه او څو کاله خپلو بچيانو د خيټې ډکولو هوس لولپه کړې وه. لمن يې پراخه، تندى يې ورين او د غاټول سپړلو ته يې سينګار کاوه.
 
د هندوکش ناوونو اوبه کړې وې او په سينه کې يې شپونکي خپله شپيلئ غږوله. هندوکش ته يې داسې سندره زمزمه کوله ؛
غوټئ غوټئ اوبه دې څاڅي له اوربله ، ګلئ! ګلئ!
نه پوهيدم چې څوک وه خو يو بل چا هم غږ کاوه چې؛
ما نه د کابل ګلونه مه غواړه. وينې وينې خاورې به راټولې کړم
خداى به مې سپرلى په وطن راولي. سپينې سپينې واورې به راټولې کړم.
 
 
زخمي هلمند!
د يوه خيالي بټن په کيکاږلو د هوا په خپل نيلي سپور په هلمند راوګرزيدم. دهلمند جنتي خاوره د جګړو په اور سوځېدلي وه. باغونه پاليزونه او د بلبلو چغهار شتون نه درلوده، د هلمندي وروڼو او خویندو په تندي کې ورينتوب او په خوله کې خندا ځاى نه درلوده، خو ترياک او معتادان ښه ډير وه. باروت او وسلې دلئ دلئ پرتې وې. د نورو شهيدانو ترڅنګ د هلمندئ مورکئ په نس کې په مرمئ وژل شوئ ماشوم زيارت مې هم وکړ. له ټولو انسانانو څخه يې پوښتنه درلوده چې هغه خو لا نړئ ته راغلئ هم نه وه، نه يې پنجاب ليدلئ او نه يې هم د امریکايي عسکر مخ ليدلئ وه، نو څنګه د پنجاب او يا هم د امریکا د غلام لپاره په جوړه شوې مرمئ ولګيده؟ مورکئ يې لاهم ژوندئ وه. هغې هم د حال په ژبه د خپل وژل شوي بچي د قاتل د قصاص ديت او د جګړې له امله د يوې درديدلې او ځوريدلي ښځې په توګه له غني څخه حق غوښتلو خبره نه کوله. د ارګ ميشتو لخوا د ښځو حقونه ورکول دروغ فريب دوکه او د خلکو غولول ګڼل. د جګړو له امله د لسګونو زره هلمندي بيځايه شويو ماشومانو په مظلومو او مجبورو سترګو کې پرتې سلګونه پوښتنې مې ولوستې. دا جګړه د چا ده؟ دا وژل شوي عسکر او وژل شوي طالبان څه دښمني سره لري؟ د جرګو او مرکو په هیواد کې د جرګو او مرکو خلک ټول وژل شوي او که دغه دود مړ شوئ ده؟ مونږ چا ولې له خپلو کورونو وشړلو او ترڅو به په دغه بيابان پراته يو؟ هغه خلک څه شول چې ويل به يې، بهرني ځواکونه دې ووزي، مونږ افغانان سره جوړيږو؟ هغه سياستوال چيرته پټ دي چې د بين الافغاني مذاکراتو کچکول يې ګرزاوه؟ هغوى د څه لپاره دروغ ويل؟
ددغو سختو پوښتنو د ځواب پرځاى د اوښکو څو څاڅکي راسره وه. هغه مې له سترګيو لاندي ژر ژر پاکولې. نه مې غوښتل دغه مظلوم ولس ته زه هم محروم او مظلوم ښکاره شم.
 
شهيد کابل!
د خيالونو هوايي بيړئ مې د کابل په پوهنتون ښکته شوه. د علم او پوهې ځمکه د قابيل د پلويانو لخوا د هابيل د همفکرانو په وينو سره وه. فضا د ماتم وه. د سولې لپاره د هيلو ټولئ غوټئ رژيدلې وې. د حقوقو د پوهنځي په ټولګيو کې توى شوې شهيده وينه حيرانه وه. د شهيد شويو محصلینو ارواحو ته د نجات مسيحا ښکاريدم. ډير شکايت يې وکړ، خو زه يې په ژبه پوهيدم. لکه د هيواد د ټولو شهيدانو په څير خپل قاتل يې نه پيژانده. نه پوهيدل چې ولې او په کوم جنايت ووژل شول. وينه مقدسه وه ارمانونه سپيڅلي وه. آهونه وه واويلا وه، د دين، قانون او حقوقو د پرنسيپونو او بنسټونو په رڼا کې يې پوښتنې کولې، واى کوم قاضي او کوم مفتي يې د وژلو امر کړئ وه؟ د کوم قانون له مخې ووژل شول؟ وژل يې عمداً شوي که سهواً، د قاتل حکم څه ده؟ غازي ده جنتي او که خالد فى النار ده؟ د حق العبدي د قانون په چوکاټ کې د قصاص او که دديت غوښتلو مستحق دي؟
 
له ماسره د ځواب وړتیا او استدلال نه وه. په خپلو انساني اسلامي او افغاني نيمګړتياو خفه شوم. سترګې مې پټې کړې او را وتښتيدم.
 
پامير مې ورغاوه او ليلا هم لږ شان مسکئ شوه، خو هلمند او کابل لاهم د غمونو او ماتمونو له امله په کوما کې وه.
 
کله د نا اميدي له امله له اوښکو ډکې سترګې او کله د يأس او اميد ترمنځ له نرم تبسم سره ښکته را کوز شوم.  د خپل ولس لوړ همت ته مې وخندل، خو بي وسي او بې کسي يې وژړولم.

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ