راځئ د ملي ارزښتونو سپيڅلتيا ته ژمن پاتې شو

لويه جرګه په ملي کچه د سترو ستونځو د حل لپاره زمونږ منلئ او وياړلئ ملي دود او دافغانستان دخلکو د غوښتنو او ارادو د تحقق لپاره تر ټولو اغيزمنه بين الافغاني ناسته ده. شک نشته چې دغه جوړښت د تاریخ په اوږدو کې مکرراً زمونږ ستونځو ته د پاى ټکئ ايښئ ده. دلویې جرگې غړي د خپلواکي، ملي یووالي او دهیواد لوړو ملي گټو په هکله پریکړی کوی او د اساسي قانون په مادو کې د بدلون راوستلو واک هم لرى، خو د حق العبد د بښلو واک نه لري.
 
زه د دغه ډول جرګو  په ګټو  او اغيزو باندې شک نه کوم. د افغانانو ترمنځ هر ډول ناسته او مذاکره اقلاً د يو بل دريز او غوښتنو د اوريدو فرصت برابروي. البته په لمړي سر د تاریخ پاڼو ته په کتو قسماً شکمن وم چې په افغانستان کې له لویې جرگې څخه د سياسي کړکېچونو د ختمولو تر سپيڅلي عنوان لاندې کله کله د حکومتي چارواکو لخوا په واک کې د پاتې کېدو لپاره هڅه شوې ده، خو لله الحمد په ټوليزه توګه د جرګو پريکړې بې پرې او په ملي ګټو راڅرخيدلي دي.
 
له ولسمشر غني او نورو مشرانو  له تګلارو سره اختلاف او په اخلاقي چوکاټ کې ورباندې انتقاد زمونږ حق ده. زه هم د ولسمشر غني په ډيرو منفي اړخونو باندې نيوکه کوم او مخالف يې يم. شک نشته چې په ډيرو مواردو کې هغه لاره چې غني يې تعقيبوي د کعبې پر ځاى مو ترکستان ته رسوي، خو د ملي افتخاراتو لکه د جرګو او مرکو مخالفت قطعاً د توجیه وړ نه ده.
 
 منتقدينو باید اقلاً د جرګې پريکړو ته انتظار ايستلئ واى. که د جرګې پريکړې د ديني اړخ او ملي ګټو خلاف واي، نو نقد او مخالفت به يې موجه او ملت به يې يقيناً ملتیا کړې وه. که کومه ډله يا ګوند د سمون او بدلون لپاره د مبارزې هوډ لري، اجندا يې ملي وي او له کاسې لاندي نيم کاسه نه لري، نو د بين الافغاني ناستې د مخالفت، ښکنځل، په عمومي تالار کې د غونډي د جريان د تسلسل اخلالول معقول عمل او د سمون لاره نه ده.
 
د سمون لپاره د نا سمو لارو کارول او له اخلاقي چوکاټ څخه د انحراف پر ځاي، لازمه وه چې د سولې پرضد د پریکړو په وړاندې د يوه سوچه نګه افغاني هوډ  لاندي په زغرده دريدلو او د حق غږ اوچتولو ته اړتیا ده.
 
 زه دا هم منم چې لویه جرګه په هیواد کې د خورا ستر ناورین د مخنیوي او يا په داسې ترينګلي حالت کې يې دائرول اړين دي چې د هيواد ځمکنئ بشپړتيا، ملي حاکمیت او خپلواکي تر ګواښ لاندې وي.  د څلور سوه طالب بندیانو ازادولو موضوع په دومره ستر لګښت نه ارزي ده، خو کله چې حکومت د مشورتې لويې جرګې رابللو اعلان وکړ، نو په مخالفت کولو يې د افغانانو ترمنځ د بي باوري فضا نوره هم زياتيږي. دا هغه څه دي چې زمونږ هيواد يې په اوسني ترينګلي وضعیت کې تاب نه لرى. د جرګې د غړي په توګه ويلاى شم چې د ولسمشر د واک غوښتنې د حرص د مخالفت له کلک هوډ او د تلپاتي سولې په پلوي د غږ پورته کولو له ارادې سره مې غونډه کې ګډون خپله ملي وجيبه ګڼلې ده. د جريان د شاهد په صفت دا هم وايم چې د ګډون کونکو مطلق اکثریت د واقعي سولې پلويان وه. موخې يې د چا واک نه، بلکې ملي ګټې وي.
 
مونږ د افغانانو ترمنځ د د هر ډول ناستو خبرو او تفاهم پلويان يو.  د حکومت لخوا د لويې جرګې غونډه کې مو ګډون هم وکړ، خو په زغرده وايو چې جرګه کې مو په خپل ټول قوت باندي له تلپاتې سولې ديني او ملي ګټو څخه په زغرده دفاع وکړه. د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو مخالفت مو وکړ. داسې تأثر مو نه ده پرييښئ چې په جرګه کې زمونږ شتون د کوم شخص او يا ډلې د ګټو په دفاع کې وګڼل شي.
 
د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې د پنځه زره بنديانو خلاصون طالبانو ته داسې امتیاز وه چې کريډيټ يې امريکا تر لاسه کړه او بيه يې د افغانستان حکومت ورکړه. ملت يې پلوي وکړه. دغه  ارزښتناکه بريا د امريکا پياوړئ پلان او کاري تګلاره ګڼو چې امريکا يې له اشغالګر او د طالبانو له لمړئ درجې دښمن څخه د مصلح رول خپلولو لوري ته ورساوه، خو د افغانستان حکومت په تيرو دوو لسیزو کې د سولې په تړاو تګلاره او پلان ترتیب نه کړاى شو.
 
 په ځينو نورو برخو کې هم د افغانستان د حکومت د موثرې ستراتيژي، د سولې په برخه کې د کاري پلان او فعالې ديپلوماسي د نه لرلو، په ټاکنو، ټاکنیزو ناندريو او د حکومت جوړونې په پروسه کې د اختلافاتو  له امله انفعالي پاليسي خپلولو ته مجبور  ده. انفعالي سياست طبعاً حکومت د امریکا تر اغيزو لاندې راوړي او د خپلواکي د ګراف کچه يې ښکته کوي.
 
 د تړون څارنه طالبانو وکړه، خپلې غوښتنې يې هم پکې ځاى په ځاى کړې، خو مونږ بيا هم شک کوو چې ستونځې به په وړاندي ولرو. ځکه چې متن يې امریکا ترتیب کړئ ده. امريکا عادتاً د هوکړه لیکونو لپاره داسې پيچلي مسودې جوړوي چې د اختلاف په صورت کې يې په خپله ګټه را وڅرخوي.  د اختلاف په صورت کې به بيا هم د امریکا تر اغيزو لاندې عدلي مراجع پريکړه کوي. د دغه تړون له ټول جريان څخه د افغانستان حکومت منزوي ساتل کيده. يوازې خليلزاد به کله کله ورسره د مشورو تر نوم لاندې ځينې مسائل شريک کول.
 
ولسمشر ته په غيرمستقيمه توګه داسې ذهنیت ورکړل شوئ وه چې د سولې ټوله پروسه لکه بين الافغاني مذاکرات، د افغانانو ترمنځ هوکړه او د هوکړې د عملي کولو عملي چارې به د منتخب حکومت تر سرپرستي او مشرتوب لاندې پرمخ ځي، خو داسې ښکاري چې ولسمشر اوس پوه شوئ ده چې امريکا ورسره لوبه وکړه. ځکه يې د لويې جرګې رابللو او له جرګې څخه په غير مستقيم ډول د موقت حکومت د مخالفت او د منتخب حکومت د قانوني دورې د بښپړولو د پريکړې ترلاسه کولو هڅه وکړه، خو دغه پلان هم په جرګه کې د عبدالله عبدالله د ګډون او له جرګې څخه د امریکا د حمايت په بيه د لويې جرګې له اجندا څخه وايستل شو. عيني شواهد ښئي چې له پورتنیو بدلونونو څخه وروسته د سولې مشورتي لويه جرګه د حکومت لپاره زيات د اهمیت وړ فورم نه ښکاريده او هڅه يې وکړه چې ژر پاى ومومي. د اکثرو ګډون کونکو له سپيڅلي هوډ او ذهني تيارى څخه يقيناً متاثر شوم. تقریبا په يوه خوله يې ديني معتقداتو او ملي ګټو ته ژمنتيا هم د ستايلو وړ وه.
 
لازمه خو داوه چې د سولې مشورتې لويې جرګې ولسمشر ته ويلي واى چې څلور سوه طالب بندیان د هغه باور او ضمانت پر اساس ازاد کړئ په کوم ضمانت مو چې سابق څلور زره پنځه سوه خلاص کړل.  ولسمشر پخوا هم داسې ډير کارونه کړي دي چې قانوني صلاحیت يې نه درلوده. اوس مونږ څنګه ومنو چې د حق العبدي بندیانو د خلاصون د قانوني صلاحیت د نه لرلو له امله يې د مشورتې لويې جرګې رابلل پر ځاى پريکړه ده؟
 
مکر  زمونږ ملت سولې ته د حياتي ارزښت ورکولو په موخه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سولې په موخه د بين الافغاني مذاکراتو په مخکي د خنډونو د لري کولو لپاره دې پاتې بنديان ازاد کړي.
 
طالبانو ته!
د سولې په تړاو د قطر دفتر پرانستلو له امریکا سره په هوکړه لیک او سولې ته د ژمنتیا ښودلو په خبرو مو خوشحاله يو. بنديان مو ازاد شول. د سولې لپاره ښه او بې سابقې فرصت رامنځته شوئ ده. هڅه وکړئ چې له افغانانو سره داسې جامع او تلپاتي سولې ته خنډونه نه بلکې لاره هواره کړئ چې هيواد مو له روانو بدبختيو څخه د خوښئ ابادي او ښيرازي په لوري حرکت وکړي.
 
له امریکا سره اوربند او سوله خو له افغانانو سره جګړه او وژنه زه د طالبانو عمدي عمل او افغان دښمنه تګلاره نه بلکې په مقابل لوري باندي د باور د نه شتون له امله يې د طالب مشرانو سهوه ګڼم، خو طالبان بايد پوه شي چې دغه پرمختګ او بريا نه، بلکې د طالبانو په هکله د افغانانو ذهنیت او باور ته يې دومره زيان ورساوه چې جبران يې خورا ستونځمن کار ښکاري.
 
 طالبان بايد د عيني شرائطو، ديني احکامو، ملي حساسيتونو او سيمه ايزو نزاکتونو په پام کې نيولو څخه سربيره د سولې په تړاو زمونږ د ټولنيز غږ، تنوع، لوړوالي او ژوروالي ته غوږ ونیسي. د سولې د مشورتې لويې جرګې له ادرس څخه د بندیانو د ازادولو، د سولې او اوربند دروند او سپیڅلي غږ ته د درنښت څرګندونه وکړي. له امریکا سره لاسلیک شوي تړون ته د ژمن پاتې کيدو سره سره د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د بريا او يوې جامع هوکړې ته د رسيدو لپاره ملا وتړي او قرباني ورکړي. اوس افغانانو ته خپلمینځي جګړه په هيڅ ډول د توجیه وړ نه ده.
 
حکومت ته!
له حکومتي اړخ څخه مو هم جدي غوښتنه داده چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره د حق الله او حق العبد په څير د نورو بانو جوړولو پرځاى د سولې لپاره پلان او تګلاره جوړ کړي، تو څو مونږ وپوهيږو چې زمونږ منزل څومره لرې او مونږ سولې ته د رسيدو په موخه څومره واټن وهلئ ده. د سولې لپاره قيمت و ټاکي او د قرباني پوله ورته تعين کړئ.