که د بيان د ازادي حق نفى شي، نو څه خاورې به پاتې شي؟

زما د ليکنو د خپرولو په تړاو يې د نقد په لهجه راته وویل؛
"د هغې ځانګړي رسنئ لخوا ستا ليکنې خپريدل به ستا راتلونکئ سياسي حيثيت ته زيان ورسوي، ځکه چې هغه رسنئ د طالبانو په پلوي خپرونې کوي.
 
مال،  په لمړي سر کې باوري نه يم چې هغه رسنئ د طالبانو لپاره خپرونې کوي، خو که بيا هم ومنم چې د خيمې مراندې يې د طالبانو خواته کږې دي، نو هيڅ خبره نه ده. داسې رسنئ هم زما ليکنې خپروي  چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د حکومت په تله کې کاڼئ اچوي او پړه هم نه ګڼم، ځکه چې هغه يې نظرياتي اړخ ده. د هرې رسنئ نظرياتي او فکري تړاوونه معلوميږي چې کوم لور ته ميلان لري، د کومې نظريې پلوي کوي. دغه ځانګړتيا نه يوازي زمونږ په کورنیو رسنيو کې محسوسه ده، بلکې نړيوالې رسنئ هم دغه ډول تمائلات لري.
 
وحيد خپله سياسي راتلونکې د ځان لپاره ټاکلې ده.   نه غواړي د متملقانه ليکنو او غوړه مالي کولو لکه ځينې ياران ولسمشر غني ته د محبوب مشر او يا زرکلن شې بابا! ويلو او طالبانو ته په سپينو اسونو باندي سپاره د کابل د فتحه کولو خوبونه وګوري. ترڅو وزير، مرستیال او يا والي شي.
 
زه وحيد يم، وحيد اوسيدل او د وحيد په توګه پيژندلو او ژوند کولو ته لومړيتوب ورکوم.  له خورا زياتو نيمګړتياو او ملحوظاتو سره سره د ملي مصلحت پربنسټ دلته شته نظام مشروع ګڼم، د حکومت له ډيرو کړنو سره له مخالفت  سره سره يې د افغانانو ترمنځ د له هوکړې پرته نسکوريدل نه غواړم.  زه د نظام او حکومت د نسکوريدلو او نسکورولو مخالف يم. ما هغه غمجنې پيښې ليدلي دي او لاهم راته د داودخان، نجيب او د طالبانو د حکومتونو د نسکوريدلو په مهال او له هغه وروسته غميزې يادې دي. نه غواړم هغه شرمونکې انځور بيا ووينم. نه غواړم افغانان بيا کډې بار کړي، پردئ دروازې وټکوي او بيا په بله کورنئ جګړه کې ښکېل شو.
 
زه د بيان ازادي د اوسني نظام د تيرو دوو لسیزو تر ټولو ارزښتناکه لاسته راوړنه ګڼم. په نقد باندې د سمون او بدلون په موخه باور لرم او په خپلو ليکنو کې د نيوکو او ستايلو په مورد کې د احتياط او د انډول خيال هم ساتم. نه غواړم ړوند مقلد و اوسم، د کوم ځانګړې جنګي لوري له هرې روا او ناروا کړنې څخه دفاع وکړم او د مخالف لوري مثبت اړخونه هم نقد کړم.
 
يوه ټوکه ليکم. واى يوه غبي طالب نورو طالبانو ته وويل چې نن مې له استاذ څخه پوښتنه وکړه بس وچه ولخه شو. هغه دا سې چې استاذ ته مې وويل؛
"کريما ببخشاى برحال ما که هستيم اسير کمند هوا"
 
که له هوا څخه "ه" لرې کړه "وا" به پاتې شي، خو که له "وا" "و"  لرې کړې, نو څه خاورې به پاتې شي؟
 
واى بس ملا بيځوابه شو. نو اوس مطلب داده چې که د موجوده نظام له لاسته راوړنو څخه د بيان ازادي لرې شي، نو څه خاوري به ورته پاتې شي؟
 
نولس کاله وړاندې د طالبانو نظام نسکوريدل او له نسکوريدو وروسته له طالبانو سره د امریکا او د وخت د حکومتي چارواکو چلن وحشت وه. طالبان يې مجبور کړل چې هيواد پريږدي، مګر له کله نه چې طالبانو ته په دوحه کې د مذاکراتو لپاره دفتر پرانستل شوئ ده او د حکومت لخوا هغوى ته د مذاکراتو وړانديزونه شوي دي، له افغانانو سره د هغوى جکړه موجه نه ګڼم او د سولې په تړاو په مختلفو مراحلو کې د هغوى بانې راته د منلو نه دي. روانه جګړه د خپلو ارزښتونو جګړه نه ګڼم او اوږدوالئ يې د هيواد او ملت په زيان بولم.
 
مونږ باید حکومت او طالبان دواړه تشويق کړو چې د بيان ازادي اصل ته ژمن پاتې شي. طالبان خو هسې هم متاسفانه دغه اصل ته متعهد نه دي، خو د حکومت لخوا د بيان د آزادي حق سلب به د تيرو دوو لسيزو په ستره لاسته راوړنه باندي تاړاک وي.
 
د بيان آزادي هغه بشري ارزښت ده چې له انساني کرامت سره حياتي تړون لري. هغه ديني او مدني اصل ده چې انسان ته  د هيڅ ډول خوف او ويرې له شتون پرته د خپل فکر او عقيدې څرګندولو فرصت برابروي. يوازې د نورو انسانانو ازادي نفى کول په معتقداتو او شخصي حريم باندي تيرى هغه پولې دي چې د بيان د آزادي حق سلبوي.
 
زه د بيان ازادي له ديموکراسي سره نه تړم، بلکې د اسلام د مقدس دين هغه ځانګړتيا يې ګڼم چې اوس لويديځ غصب کړي او په ځان پوري يې تړي. په اسلام کې د بيان ازادي د يو صحابي په خبره کې په ښه توګه انځوريږي چې رسول الله ته وايي چې "اى د خداى رسوله! دا ستا رايه ده او که د جبرائيل امين وحى ده. که ستا رأيه وي نو زه مخالف يم"
 
د اميرالمؤمنين حضرت عمر فاروق په وړاندي د مهر په هکله يوه پيغله پورته کيږي او په زغرده وايې چې اي اميرالمؤمنين تاسو څوک ياست چې زمونږ مهر معلوم کړئ؟
 
زموږ مهر خو زمونږ واک کې ده او دغه واک مونږ ته رب الجليل راکړئ ده. حضرت عمر فاروق يې ورسره مني چې نوموړئ سهوه شوئ ده او مهر ستاسو حق ده. که په عمر فاروق باندي د خطبې په مهال څوک غږ کوي چې غوږ نه درته نيسم ځکه چې ستا کالي ستا له غنيمت څخه زيات دي او عمر ابن الخطاب ځواب ورکوي چې د زوى برخه غنيمت يې له خپل سره يوځاى کړئ او ځانته يې جامې ورڅخه جوړې کړې دي. دغه د بيان ازادي ده چې څوارلس سوه کاله پخوا يې اسلام مونږ ته حق راکړئ وه. مګر داهم واقعيت ده چې د خلفأ راشدينو له دورې څخه وروسته په اسلامي نړئ کې د بيان ازادي د دربارونو او شاهانو د شخصي اړتیاو او د واک د انحصار په موخه د بيان د آزادي حق سلب شوئ او د اسلام دغه زرين دور هير شوئ ده، خو لويديځوالو دغه اصل د ديموکراسي په ارزښتونو کې ورګډ او
راګرځم اصل مطلب ته. هغه  دا چې حکومتي اړخ د بيان د ازادي له دومره لوړو دعوو سره سره بيا هم د هغې پخوانئ پرسوده نظريې پر بنسټ ولاړه تګلاره تعقیبوي چې په سياست او ټولنیزو چارو کې زمونږ ژبه او قلم بايد د حاكمې طبقې ملکيت او د هغوى په اختياركې وي،  د هغوى له نظره په ټولنه كې د رسنيو او ليکوالانو رول بايد د حکومت د سياسي دكتورين د ترويج او تفهيم لپاره وي.
 
پاتې شوه د څار خبره. نو تاسو مې دومره پوه کړئ چې څارګرې ادارې نور کار نه لري؟ هرڅه سم دي؟ بس يوازې د وحيد بې پرې ليکنې د نظام په زيان ګڼي او هغوى نورې ازادي او حکومت پلوې رسنئ نه لولي؟ هغوى خو هم زما ليکنې خپروي.
 
زه خو د افغانانو ترمنځ جګړه، جګړه ايز ذهنیتونه جنګي ترانې او جنګي خپرونې نه د طالبانو او نه هم د حکومت تأئيدوم. زه د افغان په لاس د افغان د وژلو ناورين د واک په سر جګړه او له ټولو موازينو سره په ټکر کې ګڼم. که جګړه مجبوريت او يوازې د دځاني دفاع لپاره مشروع هم وي، نو د وياړ ځاى نشته.
 
که حکومت او يا هم حکومتي ادارې د بيان په د ازادي باندې د باور له دعوې سره سره بيا هم زما دريز مخالفت ګڼي نو د بيان ازادي دعوه نفى کيږي. ازادي دا نه ده چې خلک يوازې ستاسو د مخالف لوري بد اړخونه راوسپړي.
 
داسې څوک شته چې هغوى پوه کړي چې وحيد توپک نه لري. د توپک له شپېلئ څخه په را وتلي بريا باور نه لري. ژوند يې خوښ او د ژوندى پاتې کېدو لپاره تلوسه او هيلې لرې. ستاسو مخالف نه ده. بلکې له جګړو څخه ستومانه شوئ،  ځوريدلئ کړيدلئ، ځپل شوئ او د سولې د هڅو له کاروان سره ملګرئ شوئ هغه شخص ده چې ستاسو سورڼي ته نڅا نه کوي. نه، کله هم نه!
 
که زه ووايم چې  زمونږ خويندو ته د مصئون ماحول له جوړولو پرته په څلور ديرشو ولايتونو کې د والي د مرستيالې په توګه د يوې ښځه ګمارل د ښځو له وزارت سره سره د ښځو عالي شورا جوړولو څخه وړاندي ښځو ته په ميراث کې او د ازدواج حق ورکول زيات اړين دي، نو نه يوازې حکومت يې نه مني بلکې د طالب طالباني ذهنیت او يا هم بله ټاپه هم راباندي لګيږي.
 
يوه ليکنه کې مې طالبانو ته د هغوي د نيمګړتياو په ګوته کولو په ترڅ کې د سولې لپاره د انعطاف ښودلو سپارښتنه کړې وه، نو يو طالب پلوي راته په خورا تنده او قهرجنه لهجه په يوه غږيز پيغام مخاطب شوئ وه.
 
"ډيرې مضبوطې ډبرې هر لوري ته شغوې، خو حقیقت ته نه راځي.  حقيقت خو داده چې تاسو هم لکه هغه بله ورځ ملا بيچاره (دوکتور اياز نيازى يې ياداوه) ځان ورباندې ووژنئ!
 
مال، ډير ښه مولوي صاحب محترمه! مګر زه خو د هيچا وژل نه غواړم او په بل چا باندې د ځان وژل خو بالکل نه غواړم. زه ارام ژوند تيرول خوښوم. هغه شهيد شوي مولوى صاحب هم د محراب او منبر له ټريبيون څخه خپل ديني رسالت سر ته رساوه. هغه نه غوښتل چې ووژل شي. له هغه سره توپک نه وه. خو متآسفانه زمونږ  په ټولنه کې د مخالف خبره نه زغمل دود ګرزيدلئ ده. دلته  د زغم ماده ختمه شوې ده. د توپک له شپېلئ څخه د بريا لټوونکيو  هغوى ووژل، خو د قاتل ستونځه هم حل نه شوه.