د فرانسې لومړی وزير: افراطي ‌اسلام پاله زمونږ دښمنان دي 

روهي (يوه نۍ/۱۸ د لړم)، فرانسه کې د وروستيو پېښو په غبرګون کې د ياد هېواد لومړي وزير ژان کاستکس ويلي دي چې اسلام پاله سخت دريځه د فرانسې دښمنان دي. هغې په ډاګه ويلي دي چې زمونږ د دښمن نوم افراطي اسلام پالنه ده. 

 کاستکس زیاته کړه چې افراطي اسلامپالنه هغه سیاسي لید او فکر دی چې د اسلام ټول احکام له تحریف اوګډوډۍ سره مخکوي. د اسلام د سپيڅلي دين په اړه د فرانسې د ولسمشر څرګندونې په ياد هېواد کې د کړکېچ لامل شوې. 

لومړی يو ښوونکي د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) کارېکتور جوړ چې وروسته ووژل شو. بيا د فرانسې ولسمشر مکرون د اسلام د سپيڅلي دين په اړه توندې څرګندونې وکړې چې پراخه غبرګونونه يې راپورنه کړل. 

د افغانستان په شمول د نړۍ په اسلامي هېوادونو کې د فرانسې پر ضد لاريونونه وشول او د مکرون څرګندونې د اسلام د مبارک دين پر وړاندې وبلل شوې.