ملي د فاع وزارت وایي هلمند کې د طالبانو د استخباراتو مشر وژل شوی او والي ټپي شوی

روهي ( وه نۍ / ۱۷ د لړم)، د هلمند د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مشر وژل شوی او د طالبانو تش په نوم والي په هلمند کې ټپي شوی دی
 

د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د والي مولوي محب الله او د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ د استخباراتو د مشر په ګډون د طالبانو یوه ډله د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې راټول شوي و او پلان یې درلود چې د نادعلي ولسوالۍ پر ځینو برخو برید وکړي.
 

د هدفي هوايي بریدونو په پایله کې، د نادعلي په ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مشر په ګډون ۱۰ طالبان وژل شوي ، او محب الله مشهور په صداقت چې د طالبانو د والي په توګه پیژندل شوی, په هلمند کې ټپي دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو د یاد برید په اړه څه نه دي ویلي.