پکتیا کې د اختطاف کوونکو له منګولو یو څلور کلن ماشوم وژغورل شو

روهی (جمعه / ۱۶ د لړم)، د پکتیا ملي امنیت منسوبینو د اختطاف کوونکو له منګولو یو څلور کلن ماشوم ازاد او په تور یې دوه کسان ونیول شول.
 

د پکتیا ملي امنیت منسوبینو تیره شپه یو څلور کلن ماشوم د اختطاف کوونکو له منګلولو ازاد او نن د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدایي، ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي، ملي امنیت رئیس ډګروال محمد فاتح یوسفي او ددې ریاست لومړي مرستیال په حضور کې ملي امنیت منسوبینو  خپلې کورنۍ ته وسپاره.
 
 د زاهد الله په نوم د څلور کلن ماشوم پلار نور احمد شا د ملي امنیت منسوبینو څخه د مننې ترڅنګ رسنیو ته وویل، چې زوی یې ۲ میاشتې او اته ورځې مخکې د کابل  له چهلستون سیمې څخه غلو تښتولی و او د خوشې کیدو بدل کې یې ترې د ۳ لکه ایرو غوښتنه کوله.
د پکتیا والي ښاغلي محمد حلیم فدایي د ملي امنیت منسوبینو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اختطاف کوونکو سره به د قانون په چوکاټ کې جدي چلند وشي.
 
د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک ځاځي وویل له اختطاف کوونکو سره باید قاطع چلند وشي څو نورو ته عبرت شي.