د پکتیکا ۸ ولسوالیو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

روهي ( جمعه / ۱۶ د لړم)، ‏په پکتیکا ولایت کې د اقرأ_پروژې ترسیوري لاندې ۱۴ ښوونځي چې ۶۰ میلیونه او ۸۸۰ زره افغانۍ پرې لګښت راځي، بشپړ او پوهنې_وزارت ته وسپارل شول.
 
 دغه ښوونځي د کلیو_د_بیارغونې_او_پراختیا_وزارت د ولسي_تړون_ملي_پروګرام له لوري  د پکتیکا ولایت په (یوسف خیلو، یحیی خیلو، ارګون، سروبي، زیړوک، سرروضه، مټا خان او زرغون ښار) ۸ ولسوالیو کې جوړ شوېدي. د نوموړو ښوونځیو په جوړیدو سره چې هر یو یې یوه ژوره څاه او ۳ تشنابونه لري، ۲۴۵۰ تنه زده کوونکو ته به د زده کړې مناسب چاپیریال رامنځته شي.

 د یادونې وړ ده چې په پکتیکا ولایت کې ټولټال د ښوونځیو ۱۵۳ نوې ودانۍ او ۲۷ ملحقات منظور شوي چې له دې جملې څخه د ۱۵۰ ښوونځیو کار روان دی او تر اوسه د دغو ښوونځیو ۵۸ ودانۍ بشپړې شوې  چې مخکې ۳۷ ښوونځي او ملحقات یي پوهنې ریاست ته سپارل شوېدي.