د پوځ لوی درستيز: طالبان او القاعده سره نېږدې همغږي لري 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د لړم)، د افغان وسله وال پوځ لوی درستيز جنرال ياسين ضيا له طلوع نيوز سره په خپلې يوې وروستۍ مرکې کې ويلي دي چې طالبان او القاعده اوس هم په خپلو منځنو کې سره نېږدې اړيکې لري. 

ضيا ويلي چې غزني او نيمروز کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې د القاعده شبکې يو شمېر قومندانان وژل شوي چې دا د طالبانو او القاعده ترمنځ د نېږدې اړیکو ښوودنه کوي. 

له جنرال ياسين ضيا وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان يو چارواکي هم په افغانستان کې د القاعده د شتون او طالبانو سره د اړيکې ويلي وو. 

له بلې خوا د طالبانو وياند ډاکټر نعيم وردګ د ملګرو ملتونو سازمان په غبرګون کې افغانستان کې د القاعده شتون رد کړی او همدا ډول يې د طالبانو او القاعده ترمنځ اړيکې تبليغات بللي.