د هېواد په شپږو ولایتونو کې د  ۲۴۹  ميلیونه افغانیو په ارزښت د پرمختیایي پروژو چارې روانې دي

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د لړم)، د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د بېلابېلو پروګرامونو له له لارې د هېواد په شپږو ولایتونو کې  د ۲۴۹ ميلیونه افغانیو په ارزښت د  شپږو سترو پرمختیایي پروژو چارې روانې دي.
په دې پروژو کې په کابل کې ۲ کيلومتره سړک، په خوست کې ۱۱،۷ کیلومتره سړک، په  جوزجان کې دوه کیلومتره اوږد اوبو لګولو کانال، چې ۳۲۰۰ جرېبه ځمکه به خړوبوي، په کاپیسا کې ۲،۷۵ کیلومتره سړک، په لغمان کې ۱،۲ کیلومټره سړک   او په سرپل کې د ۱۶۹ مترو په اندزه د استنادي دیوال جوړولو شامل دي. له دې پروژو څخه به  لس زره کورنۍ ګټه اخلي، چې د کرنیزو ځمکو د کافي اوبو د نشتون او  د ترانسپورټ ستونزې به یې تر یوه بریده  هواري شي، د دې ترڅنګ به  د سیلاب له اوبو څخه د دوی ګڼ  کورونه او  زیاتې کرنیزې ځمکې خوندي شي.