هرات کې لس ودانیزې پروژې پرانیستل کیږي

روهي ( څلور نۍ / ۱۴ د لړم)، ‏ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پوهنې وزیره رنګینه حمیدي او ورسره مل پلاوی هرات ولایت ته ورسید.

 د دې سفر په ترڅ کې به د وزارت اړوند لس ودانیزې پروژې پرانیستل شي.
 
همدارنګه  د یاد سفر په لړ کې به د یاد ولایت د پوهنې د وضیعت ارزلو سربیره، د پوهنې وزارت دبرنامو پلي کول ، نظارت او د پوهنې ریاست ستونزو ته رسیدنه وکړي.