په خوست کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سرک جوړولو چارې پیل شوې

روهي ( څلور نۍ / ۱۴ د لړم)، ‏ د خوست والي ښاغلي محمد صدیق پتمن له لوري، د پنزایې سرک د جوړیدو چارې پیل شوې.
 
د ولایت والي د سیمې له خلکو مننه وکړه، چې د سرک د پراخوالي لپاره یې خپلې شخصي ځمکې ورکړي او غوښتنه یې وکړه، چې د سیمې خلک دې د یادې پروژې په ساتنه کې همکاري وکړي.
 
د سرکونو د ساتنې او څارنې رئیس بادشاه الدین قیامي وویل چې یاد سرک 1,32 کیلو متره اوږدوالی لري، چې د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي، چې په اتو میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.