افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د زړه عملیات په بریالي توګه ترسره شول

روهي ( څلور نۍ / ۱۴ د لړم)، ‏ د اندراګاندي صحت طفل روغتون د ماشومانو د زړه ناروغۍ جراحۍ څانګې ډاکټرانو د یو دوه نیم کلن ماشوم چې د زړه په ناروغۍ باندې اخته وؤ په بریالیتوب سره علمیات ترسره کړ.
 
دغه ماشوم د فاریاب ولایت څخه دې روغتون ته راوړل شوی چې اوس یې روغتیایي حالت مخ په ښه کېدو ده.
دا په دې روغتون کې د ماشومانو د زړه جراحۍ مرکز تر رامینځته کېدو وروسته  د زړه لومړی عملیات دی. 
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، په دې وروستیو کې د اندراګاندي صحت طفل روغتون کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ مرکز پرانیست. 
 
دا په دولتي سکتور کې د هېواد په کچه د ماشومانو لپاره د زړه جراحي لومړنی مرکز دی. د عامې روغتیا وزارت هوډمن دی چې په هېواد کې د زېربناؤ زیاتوالي او روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو په پار د پېچلیوعملیاتو ترسره کولو زمینه برابره کړي.