
روهي ( څلور نۍ / ۱۴ د لړم)، په بلخ کې د زعفرانو ګل ټولولو فصل پیل شو
د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وایي چې افغانستان د زعفرانو تولیدولو کې د نړۍ په سطحه دوهم هیواد دی.
هرات ولایت د هیواد په کچه د زعفرانو لوی تولیدونکی ولایت دی.
په ټول افغانستان کې اته زره هکتاره ځمکه باندې زعفران کرل شوي. تیر کال له ۲۰ ټنو څخه زیات زعفران تولید شوي.
د وزارت مسولینو په وینا چې هیواد کې د تیر کال په پرتله د زعفرانو حاصلات ښه شوي او څو په نسبت به زیات شي.