د کابل پوهنتون سبا بیرته خپل درسي بهیر پیل کوي

روهي ( درې نۍ / ۱۳  د لړم)، ‏د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبري ډلې په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيالان هم حاضر وو، د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د کابل پوهنتون د محصلينو درسونه به سر له سبا څخه بېرته پيل شي.

همداراز په دې غونډه کې د لړم د ۱۲مې ترورېستي پېښې د قربانيانو د يادګاري څلي چې د پېښې د شهيدانو نومونه به هم پرې ليکل کېږي جوړول، د کابل پوهنتون په تاريخ کې د لړم ۱۲مه د يوې تورې ورځې په توګه يادول او په کليزه کې يې ځای پر ځای کول او د يادو شهيدانو له پاره د فاتحې د مراسمو د نيولو په اړه لازم تصميمونه او بحثونه وشول.

د يادولو وړ ده چې د تېرې ورځې په سهار د داعش ډلې پر کابل پوهنتون بريد وکړ او د دې پوهنتون يو شمېر استادان، کار کوونکي او محصلين يې شهيدان او ټپيان کړل.