قطر کې د سولې مرکچي پلاوي ته

روهي ( درې نۍ / ۱۳  د لړم)، ‏د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزى او نورو غړو په قطر کې د افغانستان په سفارت کې د کابل پوهنتون د بريد دقربانيانو لپاره د قران کريم په ختم کې ګډون وکړ او هغوى لپاره يې دعا وکړه.

په ټولنیزو رسنیو کې د سولې مرکچي پلاوي پر وړاندې پراخ غبرګونونه شوي او د پیغور په ډول یې لیکلي"وطن کې جنازې،قطر کې مزې"  د وطن راتلونکی به همداسې بې برخلیکه وي خو تر کله؟

د کابل وروستی برید خلک ویرولي په اړونده امنیتي مسولینو د نیوکې ترڅنګ له دندو د ګوښه کیدو غوښتنه کوي او وایي که هیواد کې جګړه همداسې روانه اوسي د راتلونکي په اړه اندیښمن دي.