روهي (درې نۍ/۱۳ د لړم)، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي آنتو يو ګوتيرش پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې بريد سخت غندلی دی او له قربانيانو سره يې خواخوږي ښوودلې ده.
ګوتيرش له افغان حکومت غوښتي دي چې پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې د بريد مسوولين پيدا او د اعمالو پر سزا يې ورسوي.
پر کابل پوهنتون د تېرې ورځې د بريد مسووليت طالبانو رد، امرالله صالح پر طالبانو اچولی او داعش ډلې يې مسووليت منلی دی.
ياد بريد کې ۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ تپيان شوي دي، چې ډېری يې د ياد پوهنتون محصلين وو. افغان حکومت نن ورځ د ياد بريد په تړاو ټول هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی وو.
وروستي