پکتیا روحاني بابا ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکو پر امنیتي پوستې موټر بم برید شوی



روهي ( دوه نۍ /  ۱۲ د لړم)، تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د پکتيا ولايت روحاني بابا ولسوالي اړوند نيکنام سيمه کې د پاڅون کوونکو پر يوې امنيتي پوسته موټر بم بريد شوی دی، د روحاني بابا ولسوال دادالله هوتک پېښه تاييدوي او پر خپل فیسبوک پاڼه یې لیکلي چې په ياد بريد کې څلور پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

هوتک زياتوي، چې رامنځته شوې پېښه کې دوه سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. ځايي سرچينې بيا د تېرې شپې موټر بم بريد تلفات له پنځلسو پورته يادوي. 

تر اوسه د يادې پېښې مسوليت کومې وسله والې ډلې ندی منلی.


تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
Loading...

تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ