د غزني امنیه قوماندان وایي د لویو لارو امنیت به خوندي شي

روهي ( دوه نۍ /  ۱۱د لړم)، ‏د غزني امنیه قوماندان د غزني ــ پکتیکا پر لویې لارې ځینې تازه جوړې شوې امنیتي پوستې له نږدې ولیدې.

د غزني ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز د غزني ــ پکتیکا لویې لارې د اندړو ولسوالۍ اړوند سیمې ته سفر وکړ او ځینې تازه جوړې شوې امنیتي پوستې یې له نږدې ولیدې.

امنیه قوماندان په سیمه کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له ځایي مسئولینو سره د لیدنې پر مهال د امنیتي ځواکونو قربانۍ او لوړ مورال ستاینه وکړه .
ښاغلي جانباز همدا رسنیو ته په خبرو کې وویل چې د غزني ــ پکتیکا لویې لارې د ډاډمن امنیت لپاره به د پیل شویو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ځینو نورو سیمو کې هم امنیتي پوستې او بیزونه جوړ شي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر مټ د کوچنۍ ارزو د یو شمیر سیمو امنیت ډاډمن شوی او ځینې بې ځایه شوې کورنۍ هم بیرته خپلو مېنو ته را ستنې شوي دي.