د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ ته د والي سفر

روهي ( دوه نۍ/ ۱۱د لړم)،  د ننګرهار والي پچیراګام ولسوالۍ کې پراخې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال ډاډ ورکړ چې نظام  د پچیراګام خلکو ته د دوی د قربانیو په کچه پاملرنې ته ژمنتیا لري.
 

د ولسمشر ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د پچیراګام ولسوالۍ ته د ملکي او نظامي مسؤلینو په ملتیا د سفر پر مهال پراخې ولسي غونډې ته د وینا په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې نظام د پچیراګام ولسوالۍ خلکو ته د دوی د قربانیو په کچه پاملرنې ته ژمنتیا لري.
 
 
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل د پچیراګام ولسوالۍ د خلکو له قربانیو څخه قدرداني وکړه او زیاته یې کړه چې تاسې په تش لاس د داعش مقابله وکړه،په خپل قوي عزم او اراده مو دښمن ته ماتې ورکړه، پچير اګام ستاسو له برکته امن شوی  او له همدې امله نن نړۍ ته پيغام ورکوم چې تورې بوړې ته مخامخ شنه اسمان لاندې د زرګونو ولسونو په غونډه کې د امن په فضا کې ګډون لرم.
 
نوموړي ډاډ ورکړ چې پچیراګام ولسوالۍ اصلاحاتو، فساد مخنیوي، پوهنې، روغتیا،زراعت او نورو برخو ته به ځآنګړې پاملرنه وکړي .