
روهي (يوه نۍ/۱۱ د لړم)، د هېواد عامې روغتيا وزارت د مالوماتو پر بنسټ تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه ۷۶ د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي. عامې روغتيا وزارت ويلي دي چې په تېرې يوې شپې - ورځ څو د دغه ويروس له امله نه دي مړه شوي.
د تازه پېښو په ثبت سره افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۱ نيم زرو کسانو ته رسېدلی دی. همدا ډول ۲۴ ساعتونو کې پنځه کسان د کرونا ويروس ککړ ناروغان رغېدلي دي.
ويره دا ده چې د هوا په سړېدو سره به د کرونا ويروس په مثبتو پېښو کې ډېروالی راشي او د روغتيا وزارت سپارښتنه دا ده چې خلک بايد روغتيايي لارښوونې جدي ونېسي.