پر چرګانو يې جنسي تيري کول؛ محکمې (ریحام بیګ) په درې کاله بند محکوم کړ 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د لړم)، انګلستان کې د ریحام بیګ په نامه یو ۳۷ کلن کس له چرګانو سره د جنسي تېري کولو په تور په درې کاله بند محکوم شوی.

د ريحام بيګ له خوا پر چرګانو د جنسي تيري مساله وروسته له هغې رسنيزه شوه چې د ده د ميرمنې له خوا ثبت شوې وېډيو خپاره شوه. د بيګ ميرمنې ويلي دي چې خاوند وېډيو اخېستو ته مجبوره کړې وه. 

انګلستان کې محکمې د ريحام بيګ پر ميرمنې هم د بند حکوم کړی دی او نوموړې به شپږ کاله په خپل کور کې بندي او تر څار لاندې وي.

د انګستان د قوانيونو اړوند، پر الوتکو او څارويو ظلم او همدا ډول ور سره جنسي اړيکې جرم دی چې تر سره کوونکو ته يې سزاګانې ورکول کيږي.