امرالله صالح: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ جنايي پېښې رامنځ ته شوې 

روهي (يوه نۍ/۱۱ د لړم)، د ولسمشر د لومړي مرستيال امرالله صالح په مشرۍ د کابل د امنيتي چارو ۱۴ ناسته تر سره شوه. امرالله صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې د يادې ناستې په راپور کې لېکلي دي، چې له بدمرغه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کابل کې ۷ جنايي پېښې تر سره شوي دي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال د يادو پېښو په تړاو لېکلي دي چې مونږ موخې ته نېږدې شوي يو، خو لا تر اوسه ورته رسېدلي نه يو. نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې موخې ته به رسيږي او جنايي پېښې به صفر ته راښکته کوي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال د ژمي په را رسېدو سره د هوا د ککړتيا په اړه ويلي دي چې هغه لوړپوړيزې ودانۍ چې د هوا د ګرمېدو لپاره له هوا کښ ګټه نه اخلي جدي خبرداری ورکړل شوی دی او که چېرې بيا هم ناغړي وشوه، نو د چاپيريال ساتنې ادارې لومړۍ، دويمه او درېيمه درجه کارمندان به له دندو ګوښه کړی شي. 

دغه ناسته کې دا هم پرېکړه هم شوې ده چې بهرنيو چارو وزارت به کابل کې د پاکستان سفارت سره په اړيکه کې شي، او د ويزو د ورکړې شمېر به مالوم کړي، ترڅو د پاکستان ويزې  د تر لاسه کولو لپاره اوسنۍ بې نظمي او ګډوډي حل شي. 

د کابل ښاريانو په وينا، له هغې ورځې را وروسته چې د ولسمشر لومړي مرستيال د کابل امنيتي چارې په خپله غاړه اخېستې دي، د جنايي پېښو ګراف د پخوا په پرتله را ټېټ شوی دی او پېښو کې کموالی راغلی دی.