د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې هوکړه لیک لاسلیک شو

روهي ( دوه نۍ / ۱۱ د لړم)، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي محمد خلیل صالح زاده  د پاکستان د ګمرکونو بورډ له غړي ښاغلي محمد طارق هدا سره د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

له یاد هوکړه لیک څخه موخه د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د ګمرکي اړیکو لا ښه والی، د سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې، له فساد سره مبارزه، د سوداګرۍ محمولو په صادراتو او وارداتو کې د روڼتیا تامین ده.

 د پاکستان اړخ ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو ستونزو ته به رسیدنه وکړي.