سعودي کې يو کس د مکې جومات سره قصداً موټر ټکر کړی دی 

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، چارواکي وايي چې سعودي عربستان کې يو کس په قصدي ډول د مکې د  جومات  له ديوال سره خپل موټر ټکر کړی دی. مسوولين وايي چې موټر قصداً ټکر شوی خو تر اوسه يې انګېزنه نه ده مالومه. 

چارواکو ويلي دي چې موټر چلونکی څارل کېدو. د دغه پېښې په اړه بشيړ مالومات نه دي ورکړل شوي چې ولې دغه کار شوی دی او موټر چلونکی د کوم ځای وو. 

سعودي عربستان کې د مکې مکرمې د جومات په شمول په يو شمېر نورو سپيڅلو ځايونو کې هم د بريدونو هڅې شوې وې، خو مخه يې نېول شوې وه.