کابل کې ۱۶ تنه د جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول

روهي ( یوه نۍ / ۱۰ د لړم)، د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د امنیتي میثاق طرحې د تطبیق په پار د کابل ښار په اړوند سیمو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې څو جلا اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۶ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، شپږمې، یوولسمې، دولسمې او اولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د غلا، ژوبلې، د موبایل غلا، د عامه امن او نظم د اخلال، د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د الکولي څښاکو او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.

په داسې مهال چې د حضوري چمن ترڅنګ د درملو په واسطه یو کس بې هوښه کړل شوی او ۲۵۰ زره افغانۍ یې ترې وړي .