هوا سړه او پېښې لوړې شوې؛ ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي 

روهي (نۍ/۱۰ د لړم)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ويروس ۹۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د روغتيا وزارت مالومات ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې کسان د دغه ویروس له امله مړه شوي هم دي. 

له وړاندې د روغتيا وزارت مسوولينو اندېښنې ښوودلې وې چې د هوا په سړېدو سره د کرونا ويروس خپرېدا چټکه کېدای شي او شونتيا شته چې افغانستان د دغه ويروس له دويمې څپې سره مخ شي. 

د نړيوالو روغتياپالانو په اند، کرونا ويروس په ګرمې هوا کې ژر له منځه ځي، خو چېرې چاپيريال او هوا سړه وې، نو دغه ويروس بيا د څو ورځو لپاره پاتې کيږي او ژر له منځه نه ځي. 

افغانستان کې له لوی اختر را وروسته قرنطين مات، خو د روغتيا وزارت لارښوونې دا دي، چې خلک بايد روغتيايي مسايل په پام کې ونېسي او خبرداری وکوي چې افغانستان کې د کرونا ويروس په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.