کوم ۵ هیوادونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافونه له منځه وړي؟

روهي ( یوه نۍ / ۱۰ د لړم)، د بين‌الافغاني خبرو بهير کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اختلافونو د هواري لپاره د پنځو هېوادونو پر منځګړيتوب هوکړه شوې. 
قطر، جرمني، ناروې، اندونيزیا او ازبکستان هغه هېوادونه دي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اختلافي مواردو په حلولو کې به مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان حکومت او طالبانو دواړو د منځګړي يا اسانچاري په توګه د درېيم لوري دخالت رد کړی وو.
ټاکل شوې نن له ځنډ وروسته يو ځل بيا د تماس ډلو تر منځ ناسته ترسره شي.  خو د افغان ولس هیلې د سولې په مورد مړاوې ښکاري.