د زابل والي د شهید جنرال اصف توخي هوائي ډاګر رغنیزې چارې بې کیفیته دي

روهي ( یوه نۍ / ۱۰ د لړم)، د زابل والي د شهید جنرال اصف توخي هوائي ډګر رغنیزي چارې له نږدې څخه ولیدلې.

د زابل والي تورن جنرال محمد نبي احمدزي د شهید جنرال محمد آصف توخي د هوائي ډګر د رن وې څخه د لیدنې پر مهال وویل چې چې د قراردادي شرکت د مسولینو د بې پروایۍ او ناغیړۍ له امله د هوائي ډګر رغنیزې چارې په ډېر سست او بې کیفیته سره روانې دي چې له همدې امله زابل ته ملکي او نظامي پروازونه تر اوسه ندي پیل شوي او زابلیان یې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي.
 
ښاغلي احمدزي د هوائي ډګر د رغنیزو چارو څارونکو انجینرانو او مسولېنو ته جدي لارښوونه وکړه، چې له دې وروسته دې ټولې چارې د قرارداد او بېکیو مطابق پر مخ یوسي او که چیرې په راتلونکي کې نورې چارې هم همدغسې بې کیفیته او په سست ډول پر مخ لاړې شي نو قراردادي شرکت به جریمه او غفلت کوونکي مسؤل کسان به عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.