د میدان وردګو والي امنیتي سرتیري ستایلي

روهي ( یوه نۍ / ۱۰ د لړم)،د میدان وردګو والي الحاج عبدالرحمن طارق د مرکز میدان ښار له کمربندي پوستو څخه لیدنه وکړه او یو شمېر امنیتي ځواکونه یې په نغدي مکافاتو وستایل.

په ورته وخت کې والي الحاج عبدالرحمن طارق امنیتي ځواکونو ته په خبرو کې وویل" تاسو په سختو شرایطو کې د خلکو او هېواد ساتنه کوی او زحمتونه مو د قدر وړ دي، نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ چې په هر ډول شرایطو کې د خپلو امنیتي او د فاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ یې کوو"
 
دغه راز والي ښاغلي طارق له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه وغوښتل له خلکو سره ښه چلند او خپله دنده په رښتیني توګه تر سره کړي.