د خوست ولایتي قواوو له روزنیز مرکز څخه لسګونه سرتیري فارغ شول

روهي ( یوه نۍ /  لسم د لړم)، د خوست ولایتي قواوو (KPF) له روزنیز مرکز څخه د ۷۴ مې دورې په لړ کې لسګونه سرتیري د جنګي او مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل چې د تحلیف مراسم یې د اسلام مبین دين د اصولو په رڼا کې ترسره شول.

مراسمو ته د خوست ولایتي قواوو (KPF)  قومندان ښاغلي سخي جان خاورې پخپله وینا کې وویل"همدا تاسې یاست ، چې د خوست مېشتو ارام ژوند به تضمینوئ او په سیمه کې به د ورانکارو فعالیتونو مخه ډب کوئ"

ښاغلي خاورې همدا راز زیاته کړه، چې (KPF)  د هېواد په کچه هغه جنګي قوت دی، چې آن د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتماب ولسمشر توجه یې جلب کړې او له همدې قوا سره ځانګړي مینه څرګندوي.

له مراسمو ورسته تازه فارغ شویو سرتیرو ژمنه وکړه، چې د هېواد دښمنه کړیو په وړاندې به په پوره میړانه جنګیږي.