پکتیکا: د توفنچکو  په ډزو وژل شوې میرمن جسد موندل شوی

روهي (پنځه نی / ۸ د لړم)، د پکتیکا ولایت سرحوضې ولسوالي اړوند د سلطانو په سیمه کې د یوې میرمن جسد په داسې حال کې موندل شوی چې د توفنچکو په ډزو سره وژل شوې ده.

د پکتیکا امنیتی چارواکو هم تایید کړی او وایي د پیښې لامل او د وژل شوې میرمن کورنۍ تر اوسه معلونه نه ده، خو پولیس پلټنه کوې تر څو د وژل شوې میرمنې چې شاوخوا (۳۵) کاله عمر لرې کورنۍ پیدا او عاملین یې ونیول شي.