آيا متوجې شوي ياست، چې کمپيوټر او موبايل کې مو د (G-Mail) نښه بدله شوې ده؟ (جي مېل) ولې دا تغير رامنځ ته کړ؟ 

روهي (پنځه نۍ/۸ د لړم)، لکه څه ډول يې چې له نوم ښکاري، (G-Mail) برېښناليک يا Electronic Mail د ګوګل کمپنۍ اړوند دی او په همدې اساس ورته G مېل وايي. يانې د Google ليک. 

ګوګل چې يو پراخه د ټېکنالوژۍ کمپني دي، په لسګونه انټرنېټي برخه لري لکه جي مېل، ګوګلو فوټوز، ګوګل مَپز، جي بورډ او نور. د جي مېل (G-Mail) د لوګو بدلون هم ګوګل کمپنۍ په دې پار کړی دی، چې رنګ يې د ګوګل نورو آپلېکېشنونو ته ورته شي. 

پخوا د جي مېل (G-Mail) لوګو د لېک پټ د انګلېسي ژبې د M توري په بڼه جوړ شوی وو، چې په سور او سپين رنګونو وه، خو اوس په کې د ګوګل اصلي رنګونه را خېستل شوي دي. 

سور، ژيړ، شين او آبي يا اوبو رنګه؛ رنګونه د ګوګل کمپنۍ برنډ رنګونه دي چې په جي مېل کې هم ور اضافه شوي دي. په نوې بڼه د جي مېل په لوګو کې سور رنګ ډېر او ور سره نور رنګونه هم زيات شوي دي. 

د جي مېل د لوګو په اړه، ګوګل کمپنۍ په يو شمېر هېوادونو کې له خپلو مشتريانو ان لاين سروېګانې کړې دي، خو ډېرو يې د جي مېل د نوې لوګو بڼه نه ده خوښه شوې.