د هرات په مرکزي زندان کې د تیرې شپې نښتې له امله ۸ تنه وژل شوي

روهي (پنځه نی / ۸ د لړم)، تېره شپه د هرات ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو او امنیتي کسانو ترمنځ نښته شوې، چې له امله یې 8 جسدونه چې  پولیس او زندانيان پکې شامل دی روغتون ته انتقال شوي دي او همدا راز ۱۸ نور ټپیان چې دوه پکې پولیس دي.

نښته د پولیسو او زندانیانو ترمنځ د تیلیفونونو د ټولولو پرسر شوې.
د امنیتي سرچینو راپورونو پر اساس دغه شخړه کې د زندان روغتون ، ښوونځی او ځینې نورې برخې سوځېدلي دي.