د برېښنايي پېژندپاڼو پر سر بيا شخړې؛ ولسي جرګې د ولسمشر فرمان رد او پېژندپاڼو کې د (افغان، اسلام) کلمې نه مني 

روهي (څلورنۍ/۷ د لړم)، د ولسي جرګې اکثريت غړو نن ورځ يو ځل بيا د برېښنايي پېژند پاڼو پر سر شخړې راپورته کړي دي او يادو پېژندپاڼو کې يې د افغان کلمې سره مخالفت ښوودلی دی. 

د ولسي جرګې نېږدې پنځوسو غړو پر يوې طرحې لاسلکيونه کړي دي، چې په پايله کې به يې برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان، اسلام او قوم کلمې نه لېکل کيږي. 

د ولسي جرګې دغه غړو د ولسمشر محمد اشرف غني هغه فرمان رد کړی دی چې له لارې يې پر دولتي کارمندانو د برېښنايي پېژندپاڼو اخېستل اجباري شوي وو. 

د برېښنايي پېژندپاڼو پر سر د ولسي جرګې د غړو ترمنځ په همدې او يو شمېر نورو مسايلو فزيکي او لفظي شخړه هم شوې چې د يو څو شيبو لپاره د ولسي جرګې تلويزون نشراتو هم غوڅ شول.